د هېواد د وزلوبې ملي لوبډله كوكپار سياليو كې د ګډون په هدف تېره ورځ د قزاقستان پايتخت استانې ته رسېدلې ده.
په دې لوبډله كې ۱۸ چاپ اندازان شامل دي او د كوكپار په نوم د وزلوبې قزاقي ډوله سياليو كې به برخه واخلي.
دغه سيالۍ د روانې اګسټ مياشتې له ۲۰ مې تر ۲۸ مې نېټې پورې دوام كوي.
د سپورټ او بدني روزنې رياست مسوولين وايي، افغان چاپ اندازان به پر قزاقي اسونو، چې د قزاقستان له لوري وركول كېږي، تر درې ورځنيو تمرينونو وروسته د لوبې ډګر ته داخل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ