ads

د طالبانو له شتونه د چمتال او چاربولك د پاكولو عمليات پيلېږي

د بلخ چارواكي د وسله والو طالبانو له شتونه د دې ولايت د چمتال او چاربولك ولسواليو د ځينو سيمو د پاكولو لپاره د عملياتو د پيلېدو خبر وركوي.

نویسنده: sarwan
29 زمری 1396
د طالبانو له شتونه د چمتال او چاربولك د پاكولو عمليات پيلېږي

د بلخ چارواكي د وسله والو طالبانو له شتونه د دې ولايت د چمتال او چاربولك ولسواليو د ځينو سيمو د پاكولو لپاره د عملياتو د پيلېدو خبر وركوي.
رپوټونه وايي، د بلخ والي عطاء محمد نور او د دغه ولايت ځينې نور چارواكي هم په دې عملياتو كې برخه لري.
چمتال او چاربولك ولسوالۍ د بلخ ولايت له ناامنو سيمو ګڼل كېږي.
د دغو ولسواليو په ځينو برخو كې وسله وال طالبان حضور لري او وروستۍ جګړې د دې سبب شوې، چې ځينې كورنۍ له يادو سيمو ووځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA