931
۲۹ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی: عابده طلايي

د څرمنيزو توكو سوړ بازار

د څرمنيزو توكو سوړ بازارکه څه هم څرمنې يا د حيواناتو پوستکی هم د افغانستان د صادراتو يوه وړه برخه جوړوي، خو صنعتکاران يې وايي دولت ورته پاملرنه نه کوي.
كه څه هم ۳۰ کاله پخوا په افغانستان کې د تولید شوو څرمنو یا پوستکو بازار په نړیواله کچه خورا توود او پراخ وو، خو شاوخوا ۳ لسيزو ناامنیو، کورنیو شخړو او جګړو او نړیوال مارکیټ ته د نه لار موندنې له کبله دغه صنعت خپل رنګ پیکه کړ او اوس د څرمنيزو توكو د ګوتو په شمېر توليدوونكې په كابل او ځينو ولايتونو كې د دې صنعت په برخه كې په كار بوختې دي.
له دې ډلې يوه هم معصومه ده چې ۱۲ كاله وړاندې يې د څرمنو د توليد په برخه كې  په هرات ولايت كې په كار پيل وكړ او په وينا يې دا كار ورته له پلرونو او نيكونو په ميراث پاتې دی.معصومه ۱۰ كلنه وه چې له خپل پلار سره يې د څرمنيزو توكو د توليد په برخه كې مرسته كوله او د وخت په تېرېدو سره يې دې كار ته ليوالتيا زياته شوه.
نوموړې اوسمهال په هرات ولايت كې د( چرم آهو) په نوم د څرمنيزو توكو د توليد شركت لري چې ۳۵ تنه ښځې يې تر لاس لاندې كار كوي او دستكولونه، بوټان، بړستنې، جاى‌نمازونه او قلم دانۍ توليدوي.
نوموړې وايي، په هرات او نورو ولايتونو كې څرمنيز توکي ډېر مينه وال نه لري، ځكه خلك د څرمنيزو توكو له كارولو سره بلدتيا نه لري او بيه يې هم لوړه ده، د خلكو اقتصادي وضعيت هومره ښه نه دی چې اخيستو ته يې هوس وکړي.
معصومه دا مني چې د دوی د كمپنۍ د څرمنيزو توكو بيه لوړه ده، خو د نوموړې په خبره د تولیداتو کیفیت يې لوړ دی نو ځکه يې بيه هم لوړه ده: ((چينايي څرمنيز بوټان زموږ هېواد ته واردېږي، خو يوازې مخ يې له څرمنو جوړ شوی، په داسې حال كې چې زموږ د كمپنۍ توليد شوي بوټان دواړه برخې له څرمنو جوړ شوي او ډېر دوام لري.))
معصومه زياتوي، څرمنې له ايران، پاكستان، تاجكستان او تركیې په لوړه بيه افغانستان ته واردېږي ځكه په هېواد کې دننه د څرمنو د توليد فابريكه نشته.نوموړې وړاندې وايي، ډېر ځله تولید شوي توکي بېرته په هغه هېواد پلوري چې څرمنې ترې راوړي: ((كه څرمنې د ايران له مشهد راوړو نو بېرته يې په مشهد كې پلورو.))
د چرم آهو شركت ۱۲ كاله وړاندې د څرمنو د توليد په برخه كې په كار پيل كړی، خو د دې شركت د مسوول په خبره، بازار هېڅکله هم دومره نه وو بې خونده شوی لکه په څو وروستیو کلونو کې چې دی.
د چرم اهو شركت د خپلو توليداتو لپاره د پسه، سويې او سمور له پوستكو كار اخلي چې له بهر نه واردېږي.ياد شركت خپل ډېری توليد شوي محصولات ايران ته صادروي ځكه د دې شركت د مسوول په خبره د هېواد بازارونه له چينايي توکو ډک دي او د تولیداتو لپاره ځای نه دی پاتې.
د دې شركت كاركوونكي له دولت غوښتنه لري چې بايد د هېواد د توليداتو په اړه خلكو ته پوهاوی وركړي او له نورو هېوادونو د ډېرو وارداتو مخه ونيسي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *