د شنبه په ورځ سهار د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو لس مسافر له ځان سره وړي دي. د غزني والي عبدالکريم متين وايي، دغه کسان ملکيان دي او د شنبه په ورځ له غرمې مخکې لس بجې هغه مهال چې له ولسوالۍ د غزني مرکز ته پر لاره وو، د ميخته په سيمه کې له موټر کښته کړل شوي او تښتول شوي دي. د غزني والي وويل چې په دې کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. والي دغه راز ټينګار کوي چې د دغه کسانو د خوشي کولو لپاره عمليات پيل شوي دي او ډېر ژر به د تښتوونکو له منګولو خلاص شي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه تښتونې مسووليت په غاړه نه دی اخيستی
دا لومړی ځل نه دی چې له دغې لارې مسافر تښتول کېږي بلکې تر دې مهاله وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوې دي.