ads

يوې افغاني کمپنۍ په نړيوال سټنډرډ برابر ملي بيرغونه توليد كړي

په کابل ښار کې يوې افغاني کمپنۍ د ملي يووالي او په هېواد کې د خپلواکۍ ورځې په پار د هېواد دننه په نړيوال سټنډرډ برابر بيرغونه او د هغو پايې توليد کړې دي.
د دغې کمپنۍ مسوولين وايي، له دې کار څخه يې هدف په هېواد کې د خلکو ترمنځ تلپاتې يووالى او له ملي درې رنګه بيرغ سره د افغانانو د مينې زياتول دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 زمری 1396

د دې کمپنۍ د همکارې کمپنۍ بلوسونيک رئيس سعيدشاه هاشمي له کليد سره په خبرو کې وويل، د افغانستان د درې رنګه بيرغونو له جوړولو يې هدف دا دى، چې په هېواد کې ملي يووالى ټينګ شي.
نوموړى له ټولو افغانانو غواړي، چې د ملي يووالي په پار د افغانستان بيرغونه واخلي او په دې سره خپل يووالى نړيوالو ته وښيي.
ياده کمپنۍ په داسې حال کې په کابل ښار کې د دغه ډول بيرغونو د جوړولو او توليد خبر ورکوي، چې سبا په هېواد کې له انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د اخيستو ۹۸ يمه کليزه ده او ګڼ شمېر واټونه په درې رنګه ملي بيرغونو او د خپلواکۍ د اتل شاه امان الله خان په انځورونو پوښل شوي دي.
په پام کې ده، چې سبا د هېواد د خپلواکۍ ورځ، چې د زمري د مياشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA