په هلمند ولايت كې په دوو بېلابېلو پېښو كې دوه ښځې وژل شوې دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، تېره شپه د لښكرګاه ښار ۲۸ فاميلي سيمه كې يوه ښځه د كورني تاوتريخوالي له كبله سوځول شوې او وژل شوې ده.
نوموړي زياته كړه، د پېښې په تړاو د خالد په نوم د دې كورنۍ غړى نيول شوى او پوښتنې ترې روانې دي.
په ورته وخت كې د هلمند د ښځو چارو رئيسه جميله نيازۍ وايي، تېره شپه د دې ولايت په واشير ولسوالۍ كې يوه ډاكټر خپله مېرمن د چړې په وسيله وژلې ده.
نيازۍ كليد ته وويل، دا پېښه هم د كورني تاوتريخوالي له كبله رامنځته شوې ده.
دا په هلمند كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي لومړۍ پېښې نه دي، څو مياشتې وړاندې هم په مركز لښكرګاه كې يوه ښځه د خپل خاوند لخوا وژل شوې وه.