ads

د پكتيكا چارواكي: طالبانو په ګومل كې ماتې وخوړه

د پكتيكا ولايتي چارواكي په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماتې خبر وركوي.
د پكتيكا ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره شپه ګومل ولسوالۍ ته حمايوي او اکمالاتي ګډ افغان امنيتي ځواکونه ورسېدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 زمری 1396
د پكتيكا چارواكي: طالبانو په ګومل كې ماتې وخوړه

د پكتيكا ولايتي چارواكي په ګومل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ماتې خبر وركوي.
د پكتيكا ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره شپه ګومل ولسوالۍ ته حمايوي او اکمالاتي ګډ افغان امنيتي ځواکونه ورسېدل.
سرچينه زياتوي، چې ياده ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو تصفيه شوه او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.
د سرچينې په وينا، د هغو طالبانو مړي، چې د نږدې سيمو او ولسواليو وو، د خلکو لخوا خپلو کليو ته ولېږدول شول، خو د بهرنيو په ځانګړې توګه د پنجابيانو لسګونه مړي ولسوالۍ ته نږدې په خوړونو، لوړو او ژورو کې پراته دي.
د پكتيكا ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، افغان ځواکونو پر ولس غږ وکړ، چې دغه مړي راټول كړي او د اسلامي اصولو له مخې يې خاورو ته وسپاري.
بلخوا د پكتيكا مرستيال والي عطاء الله فضلي وايي، چې په جګړه کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
نوموړى زياتوي، د جګړې له كبله يو شمېر کورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA