د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو او سوداګرۍ خونو ترمنځ نن په استانه کې ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته كې دواړو لورو د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر پراختيا ټينګار وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر عتيق الله نصرت وويل، افغانستان د ګازو او غنمو په برخه کې له قزاقستان سره پراخه سوداګري لري او اړتيا ده، چې دا سوداګري نوره هم پراخه شي.
د هغه په وينا، د ملي يووالي حکومت ژمن دى، چې د دواړ لورو د سوداګرۍ د پراختيا لپاره لا ډېر امکانات برابر کړي.
بلخوا د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر د كابل او استانې ترمنځ د سوداګرۍ نوى غوړېدلى پړاو خورا اغېزمن وباله او هيله يې وښوده، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره به ګټور تمام شي.
اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بيا د افغانستان او قزاقستان سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې له موجوده چانسونو څخه ګټې اخيستلواو امنيت ته به ځانګړې پاملرنه وكړي.
په دغه غونډه كې دواړو لورو ژمنه وكړه، چې سوداګرو ته به د ويزو، ټرانزيټ او قانوني پړاوونو د تسهيل زمينه برابره کړي. د يادونې وړ ده، چې اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د يوه پلاوي په مشرۍ د قزاقستان په دوه ورځني سفر بوخت دى.