ads

بلاروس له افغانستان سره د كرنې په برخه كې همكارۍ ته چمتووالى وښود

د بلاروس د کرنې وزير ليونيد زايتيس وايي، هېواد يې د کرنې په برخه کې ډېر پرمختګ کړى او امادګي لري، چې له افغانستان سره په دې برخه کې شراکت او همکاري وکړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 زمری 1396
بلاروس له افغانستان سره د كرنې په برخه كې همكارۍ ته چمتووالى وښود

د بلاروس د کرنې وزير ليونيد زايتيس وايي، هېواد يې د کرنې په برخه کې ډېر پرمختګ کړى او امادګي لري، چې له افغانستان سره په دې برخه کې شراکت او همکاري وکړي.
نوموړي پرون په منسك كې د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او ورسره پلاوي ته د معلوماتو وركولو په مهال وويل، افغانستان ته د كرنيزې ټکنالوژۍ او ظرفيت لېږد يو له هغو برخو څخه دى، چې بلاروس په کې رغنده رول لوبولاى شي او دې كار ته لازم چمتووالى لري.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې عبدالله د كرنې په ميکانيزه او موډرن کولو کې د بلاروس پرمختګ او فعاليت وستايه.
نوموړي وويل، بلاروس په دې برخه کې ډېر ظرفيت او افغانستان ډېره اړتيا لري، چې دا دواړه حالته د دغو هېوادونو ترمنځ د کرنيزو همکاريو د ايجاد اړتيا خورا پياوړې کوي.
عبدالله زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي – سوداګريز کمېسيون د کار او همداراز د وزارتونو ترمنځ ‌د مستقلو اړيکو په نتيجه کې بايد د افغانستان – بلاروس کرنيزې همکارۍ پيل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA