د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بلاروس ته د خپل دوه ورځني سفر له پاى ته ورسېدو وروسته د قزاقستان پايتخت استانې ته ورسېد.
د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، عبدالله به په دې دوه ورځني سفر کې د قزاقستان لومړي وزير، هلته مېشتو افغان او قزاقستاني سوداګرو سره وګوري او قزاقي پانګه وال به وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
اجرائيه رئيس به ايکسپو ۲۰۱۷ نندارتون څخه هم ليدنه وکړي او هم به په ايکسپو کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۸يمه کليزه ونمانځي.
په دې سفر کې له عبدالله سره د کابينې يو شمېر غړي، د وزارتونو مرستيالان او ځينې نور چارواکي ملتيا کوي.