بلاروس جمهوريت ته د افغانستان د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله د رسمي سفر په ترڅ کې تېره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ يو هوکړه ليک او دوه تفاهم ليکونه لاسليک شول.
دغه هوکړه ليک د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي-سوداګرۍ کمېسيون په اړه وو، چې د افغانستان د اجرائيه رئيس او د بلاروس د لومړي وزير ترمنځ لاسليک شو.
ددې هوکړه ليک پر اساس به ياد دوه اړخيزه کمېسيون منظمې ناستې کوي او د اقتصادي – سوداګريزو اړيکو پر زياتوالي د بحث ترڅنګ به د ګډو فرصتونو د کتنې، ايجاد او تقويت په اړه هم کار کوي.
بلاروس کې زموږ خبريال حبيب الله خيبر وايي، په يادو تفاهم ليکونو کې لومړی د قانون ګذارۍ په برخه کې د افغانستان او بلاروس د عدليې د وزيرانو ترمنځلاسليک شو، چې پر بنسټ به يې د دوو هېوادونو د عدليې وزارتونو ترمنځ قانوني او عدلي همکارۍ پيل شي.
همدارنګه دويم تفاهم ليک د سوداګريزو او صنعتي اړيکو د ايجاد په هدف د افغانستان او بلاروس د سوداګريزو خونو د مسوولينو ترمنځ لاس ليک شو.
دا تفاهم ليک به بلاروسي سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې او سوداګرۍ زمينه برابره کړي او همداراز به افغان سوداګرو ته فرصت ورکړي، چې له بلاروس سره خپلې سوداګريزې اړيکې غښتلې کړي.