ads

خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې په هدف چمتووالی روان دی

په خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کليزې نمانځنې ته چمتووالی روان دی.
په همدې هدف نن په خوست کې د موټرو يو کاروان د ښار په چوکونو او نږدې سيمو کې ګرځېده او د خپلواکۍ او نورې ملي ترانې يې غږولې.

نویسنده: sarwan
25 زمری 1396
خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د نمانځنې په هدف چمتووالی روان دی

په خوست کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸ يمې کليزې نمانځنې ته چمتووالی روان دی.
په همدې هدف نن په خوست کې د موټرو يو کاروان د ښار په چوکونو او نږدې سيمو کې ګرځېده او د خپلواکۍ او نورې ملي ترانې يې غږولې.
دغه کاروان له سره تر پايه په ملي بيرغ رنګين و او ورسره خوا کې د غازي امان الله خان انځورونه او د ازادۍ شعارونه هم تر سترګو کېدل.
د ياد کاروان ګډونوالو په ولايتي ادارې نيوکه وکړه او دوی يې د خپلواکۍ ورځې په موخه په سوړ دريځ تورن کړل.
خو په ورته وخت کې د ولايت وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، چې د تېر په پرتله يې دا ځل ښه او په جوش نمانځي.
ځوانان وايي، ملي ورځې ځکه نمانځي، چې دوی ته ارزښت لري او له همدې ارزښته د نورو خلکو خبراوي ته يې هم ملاوې تړلې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وروسته د خپلواکۍ اته نويمه کليزه ده او د نمانځلو لپاره يې په ټول هېواد كې خلك پر چمتووالي بوخت دي.
مشران او سپين ږيري کيسې کوي، چې د دوی د ځوانيو په مهال د هېواد د خپلواکۍ ورځ په ډېرو ولولو او مېلو نمانځل کېده، خو وروستيو څو لسيزو کې د ازادۍ نمانځلو هغه پخوانۍ جذبه نه ده پاتې.
خو داسې ښکاري، چې د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره تر ډېره هېوادوال د غازي امان الله خان او د خپلواکۍ ورځې له ارزښته خبر شوي او په جوش او مينه يې نمانځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA