ads

هرات کې درې ترهګر نيول شوي

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ياد ولايت کې درې تنه مشهور ترهګر نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دغه ترهګر ددې ولايت په ۹ مه ناحيه کې د ملي امنيت کارکوونکو له لوري په ځانکړو عملياتو کې نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
24 زمری 1396
هرات کې درې ترهګر نيول شوي

د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ياد ولايت کې درې تنه مشهور ترهګر نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دغه ترهګر ددې ولايت په ۹ مه ناحيه کې د ملي امنيت کارکوونکو له لوري په ځانکړو عملياتو کې نيول شوي دي.
د هرات د والي وياند وايي، ياد کسان د ملا صبغت الله چې په هرات ولايت کې د ترهګرو بريدونو مسوول دی له ډلې څخه دي.
فرهاد په دې اړه نور جزيات نه ورکوي خو وايي، دا هغه کسان دي چې په هرات ولايت کې د هدفي بريدونو، بانفوذه شخصيتونو او سياسي څېرو د وژلو پلانونه يې جوړول.
دا په داسې که حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د هرات شيدايي سيمه کې د ياد ولايت د ټرافيکو مدير او د هغه يو ساتونکی د نامعلو وسله والو له لوري په ډزو ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA