امنيتي چارواکي وايي، د غور ولايت په شمال رغسکن او مرغاب سيمو کې د داعشيانو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په پايله کې يې د ډوارو لورو ۲۵تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور ولايت د امنيې قومندانۍ وياند اقبال نظامي کليد ته وويل، چې دا نښته تېره شپه د ډوارو ډلو ترمنځ شوې، چې په پايله کې يې له دواړو ډلو ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان دي.
د نظامي په وينا، په ياده نښته کې ملا صبغت الله د هرات ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي مرستيال او عبدالشکور د داعش وسله والو ډلې يو مشهور قومندان هم په وژل شوو کې شامل دي.
د نظامي په وينا په دې نښته کې ملکي وګړي نه دي زيان من شوي.
غور د هغه ولايتونو له ډلې ګنل کېږي، چې په دې ورستيو کې د وسله والو ډلو فعاليتونه په کې په پراخ ډول ليدل کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ