په غور ولايت کې د نامعلومو وسله والو لخوا د “سي آر اېس” موسسې د کار کوونکو پر موټر د بريد له كبله د دغې موسسې درې کار کوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي كليد ته وويل، دغه پېښه تېر مازديګر د دې ولايت د مرکز فېروزکوه ښار په کابلک سيمه كې رامنځته شوه.
نظامي زياته كړه، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوي او بشپړ جزيات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
د”سي آر اېس” نړيواله موسسه په غور ولايت کې د کورنيو ښوونځيو له لارې د ښوونې او روزنې او د اوبو رسونې پروژو په ګډون په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ