د هېواد په شمال كې د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواكي وايي، د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه كې لسګونه طالبان وژل شوي او د دې ډلې وياند سخت ټپي شوى دى.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشېدي نن كليد ته وويل، استخباراتي څېړنې ښيي، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده جګړه كې سخت ژوبل شوى دى.
د هغه په وينا، د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نيولو عمليات په چټكۍ سره دوام لري او تراوسه په كې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ