د شمالي کوريا جمهور رييس کيم جونګ اون د امريکا اړوند د ګوام په ټاپو د بريد په اړه د پوځ له لوري جوړ شوی پلان قبول کړ.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې د شمالي کوريا جمهور رييس کيم جونګ اون ويلي، د پوځ له لوري په ګوام د بالستيک توغنديو بريد کولو اړوند پلان قبول کړی او په ګوام د بريد نه مخکې به د امريکا فعاليتونه له نږدې وڅاري.
په ورته وخت کې د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير جېمس ماټيس خبرداری ورکړی، چې د شمالي کوريا له خوا د هر ډول بريد وروسته به په ډېره چټکه توګه جګړه پيل شي.
د يادولو ده، چې شمالي کوريا تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د امريکا اړوند د ګوام په سيمه کې د بريد په پلان غور کوي، دوی ويلي و، چې په ګوام به د ۴ بالستيک توغنديو بريدونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې امريکا متحده ايالتونه په ګوام کې ډېرې لويې پوځي هډې لري.