د خوست په موسى خېلو ولسوالۍ کې پرون ماسپيښين سېلاب تر پنځه سوه جريبه پورې د ځمکې تخريب ترڅنګ دوه ماشومان هم وړي، چې د يو جسد پيدا شوى او بل لادرکه دى.
د موسى خېلو ولسوال ګلاب منګل وايي، سېلاب د زوړ کوټ او تندي کلي تر لسو پورې دوکانونه ځينې ويجاړ او ځينې يې لږ څه زيانمن کړي دي.
د ولسوال په خبره، د پروني سېلاب له كبله خلكو ته د لږ تر لږه شپږ ميليونو افغانيو په اندازه زيان اوښتى دى.