ads

جمهور رئيس غني د چين له سفير سره پر اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

چين وايي، كابل په اقتصادي ودې، سيمه ييز اتصال او د ورېښمو نوې لارې په مسير کې د بيجينګ يو مهم شريک دى.

نویسنده: sarwan
24 زمری 1396
جمهور رئيس غني د چين له سفير سره پر اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې

چين وايي، كابل په اقتصادي ودې، سيمه ييز اتصال او د ورېښمو نوې لارې په مسير کې د بيجينګ يو مهم شريک دى.
دا څرګندونې تېر ماښام په كابل كې د چين سفير يوجينګ په ارګ كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د چين د سفير له قوله راغلي، څلور چينايي شرکتونه چمتو دي، چې د افغانستان اړوند بنسټونو سره په همکارۍ د وسپنۍ پټلۍ جوړولو تمويلي موډل په اړه، چې چين د کندوز، مزار شريف او هرات له لارې له ايران سره نښلوي او ترڅنګ به يې نوري فايبر هم په دې مسير کې وغځېږي، مطالعې وکړي.
يوجينګ زياته کړه، په پام کې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ درېيمه اقتصادي غونډه جوړه شي.
هغه له افغانستان څخه د وچې مېوې د وارداتو په برخه کې د خپل هېواد تيارى اعلان او څرګنده يې کړه، ژر به يو چينايي پلاوى له افغانستان څخه د انارو، مرمرو ډبرو او رخامو د صادراتو د زمينو ارزونې په هدف دغه هېواد ته سفر وکړي.
بلخوا جمهور رئيس غني وويل، كابل غواړي په سيمه کې د بيجينګ ښه اقتصادي شريک واوسي او دا له سيمې او نړۍ سره د افغانستان د اړيکو بنسټ دى، ځکه اقتصادي وده د دواړو هېوادونو، سيمې او ټولې نړۍ په ګټه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA