د زونونو په کچه د غازي امان الله خان په نوم د كركټ يو ورځنيو سياليو اتمه لوبه کې تېره ورځ بوست لوبډلې مس عينک لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بوست لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
مس عينک لوبډلې په ټاكلو ۵۰ اورونو کې بوست لوبډلې ته ۳۱۴ منډې هدف وټاكه، خو بوست لوبډله په ۴۱ اعشاريه دوه اورونو كې ټاکلي هدف ته ورسېده او لوبه يې د مس عينک له لوبډلې څخه وګټله.
کريم صادق، چې پرونۍ لوبه کې يې د مس عينک لوبډلې پنځه لوبغاړي سوځولي وو او ۸۸ منډې يې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ