ads

غزني کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د غزني د ده یک، زنخان او واغظ ولسوالیو کې تېره شپه او وړمه شپه د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو او د وسله والې نښتې په پایله کي د دولت ۲۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
23 زمری 1396
غزني کې ۲۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د غزني د ده یک، زنخان او واغظ ولسوالیو کې تېره شپه او وړمه شپه د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو او د وسله والې نښتې په پایله کي د دولت ۲۵ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په غزني کې د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا ویاند حنیف رضايي کلید ته تایدوي او وايي، چې په زنخان او واغظ ولسوالیو کې وړمه شپه د ملي اردو ځواکونو په عملیاتو کې شا وخوا ۲۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغو پېښو په لړ کې وړمه شپه په زنخان او واغظ ولسوالیو کې د ملي اردو ځواکونو پر وسله والو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۱۴ وسله وال وژل شوي او د هغوی اړوند یو عراده سراچه موټر، موټرسایکلونه او یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
دغه راز د غزني د ده یک ولسوالۍ د لغوات سیمو کې تېره شپه د شویو نښتو په پایله کې د دولت ۶ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۵ تنه یې ټپیان شوي هم دي.
د يادولو ده، چې په دغو پېښو کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA