ads

د هرات ولايت د ټرافيكو مدير ووژل شو

د هرات ولايت د ټرافيکو مدير او د هغه يو ساتونکى د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام په شيدايي سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
23 زمری 1396
د هرات ولايت د ټرافيكو مدير ووژل شو

د هرات ولايت د ټرافيکو مدير او د هغه يو ساتونکى د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام په شيدايي سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په دې پېښه کې د هرات د ټرافيکو مدير غلام دستګير همايون او د هغه يو ساتونکى لومړي ټپيان شوي وو او وروسته يې د ولايت په مرکزي روغتون کې ساه ورکړه.
د فرهاد په خبره، د غلام دستګير جسد نن سهار کابل ته لېږدول شوى دى.
د هرات د والي وياند وايي، چې د دې ولايت د ټرافيکو مدير تېر ماښام د يادې سيمې د کنټرول لپاره تللى و.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ماښام هم يو ملکي وګړى د نامعلو وسله والو له لوري د هرات په پايان آب سيمه کې په ډزو ووژل شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA