امنيتي چارواکي وايي، چې د سرپل ولايت په ميرزا اولنګ سيمه کې د پيل شوو عملياتو په لړ کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي کليد ته وويل، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه او نن سهار په ياده سيمه كې د عملياتو په مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژلي او پنځه تنه نور يې ټپيان كړي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې عملياتو کې وسله وال طالبان شا تګ ته اړ شوي او امنيتي ځواکونه د ميرزا اولنګ په ځينو برخو کې د مخکې تګ او تالاشۍ په حال کې دي.
د جمشيدي په وينا، په عملياتو کې د وسله والو طالبانو سترې مورچې هم ويجاړې شوي او ډېر ژر به امنيتي ځواکونه ميرزا اولنګ سيمه بېرته ونيسي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ