د فاریاب ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ د درنې نښتې په پایله کې ونیوله.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لېوا ویاند محمد ایمل مجبور وویل، د یکشنبې په ورځ پر امنیتي پوستو تر پراخو بریدونو وروسته غورماچ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.
نوموړی وايي، د برید پرمهال یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د مجبور په وینا په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نوموړي په وینا، دا مهال افغان امنیتي ځواکونه له طالبانو سره د ولسوالۍ بېرته نیولو لپاره په جګړې بوخت دي، خو وايي کوم د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
مجبور وايي، دا چې پوستو کې ډېر مهمات او تجهیزات نه وو، جګپوړو چارواکو ته یې خبر ورکړی، خو په وینا یې هغوی ډېر پام نه دی ورته کړی.
غورماچ د افغانستان شمالي فاریاب ولسوالۍ ستراتیژیکه سیمه ګڼل کېږي، چې د فاریاب او بادغیس ولایتونو ترمنځ د پله حیثیت لري.
په تېرو دوو کلونو غورماچ ولسوالۍ دوه ځلې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د څو ورځو لپاره لاس په لاس شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.