په بلوچستان کې پر پاکستاني سرتېرو د وروستي بريد مسووليت داعش ډلې منلى دى.
داعش ډلې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په بريد کې يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
وړمه شپه د بلوچستان په کوټه ښار کې پر پاکستاني سرتېرو ځانمرګى بريد وشو، چې د چارواكو په وينا، ۱۵ تنه په کې ووژل شول او ۴۵ نور ټپيان شول.
پاکستاني پوليس وايي، چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې دي او هڅه کوي د پېښې عاملين ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ