ads

هرات کې یوه سړي خپله نګور وژلې

امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار په هرات ولایت کې یوه سړي د خپل زوی ښځه وژلې ده.

نویسنده: sarwan
22 زمری 1396
هرات کې یوه سړي خپله نګور وژلې

امنیتي چارواکي وایي، چې نن سهار په هرات ولایت کې یوه سړي د خپل زوی ښځه وژلې ده.
د هرات د امنيې قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده کلید ته وویل، چې دا پېښه د یاد ولایت اړوند د انجیل ولسوالۍ په مسلخ سيمه کې را منځته شوې ده.
ولیزاده وایي، چې قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی او اوسمهال ترې څېړنې روانې دي.
د هرات د امنيې قومندانۍ د ویاند په خبره، چې یاده پېښه د کورني تاوتريخوالي په پايله کې رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری مهال د هېواد په لوېديځ کې ښځې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژنه کوي او يا هم د بل چا له لوري وژل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA