ads

لغمان کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنې رياست ودانۍ جوړېږي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د پوهنې ریاست اداري ودانۍ چې د شل میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، د بنسټ ډبره یې کیښودل شوه.

نویسنده: sarwan
22 زمری 1396
لغمان کې د ۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنې رياست ودانۍ جوړېږي

د لغمان ولایتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د پوهنې ریاست اداري ودانۍ چې د شل میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، د بنسټ ډبره یې کیښودل شوه.
د لغمان ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ په مرکز مهترلام کې د سلطان غازي بابا ښارګوټي ته څېرمه د پوهنې ریاست لپاره د نوي اداري تعمیر د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
سرچینه وایي، دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې د څه باندې شل میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې ټولې به ۴۰ خونې ولري، د اوبو سیستم، برق، د کانال سيسټم، د پاکو اوبو ژوره څاه او ټولې اړینې اسانتیاوې به په کې موجودې وي.
خبرپاڼه وایي، د یادې ودانۍ ټولې چارې به د شلو میاشتو په اوږدو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
لغمان کې د پوهنې ریاست لپاره دا ودانۍ په داسې حال کې جوړېږي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د بیارغونې کارونو د پیل او ګټې اخیستنې لړۍ له پخوا یو څه چټکه شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA