ads

كوټه كې پر پاكستاني سرتېرو بريد شوی

د پاكستان د بلوچستان ايالت مركز كوټې ښار كې تېره شپه شاوخوا اته بجې د پاكستاني پوځ پر يوې لارۍ زوروره چاودنه شوې، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
22 زمری 1396
كوټه كې پر پاكستاني سرتېرو بريد شوی

د پاكستان د بلوچستان ايالت مركز كوټې ښار كې تېره شپه شاوخوا اته بجې د پاكستاني پوځ پر يوې لارۍ زوروره چاودنه شوې، چې له كبله يې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پښين سټاپ سيمه، چې دغه چاودنه په کې شوې، د ښار له مهمو سيمو بلل کېږي.
د بلوچستان د والي دفتر، د پاکستان د ملي ټلويزيون دفتر او يو شمېر نورې مهمې ودانۍ په همدغه سيمه کې موقعيت لري.
چاودنه دومره زوروره وه، چې غږ يې د ښار په لرو سيمو كې هم اورېدل شوى، ور څېرمه سيمو کې يې د ودانيو ښيښي ماتې کړي او په دېوالونو کې يې درزونه پيدا کړي دي.
تر چاودنې وروسته د پېښې په ځاى کې اور هم ولګېد، چې ګڼ شمېر موټرونه او دوکانونه يې وسوځول.
پوليس چارواکي وايي، دا ځانمرګى بريد و، چې هدف يې د پوځي سرتېرو لارۍ وه.
د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير مير سرفراز بګټي وويل، چې په دې پېښه كې ۱۵ كسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وايي، په وژل شوو کسانو کې اته پوځي سرتېري او اووه عام خلک دي او په ټپيانو کې هم لس پوځي سرتېري شامل دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه کومې وسله‎ والې ډلې نه دى منلى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA