د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېره ورځ د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاو په اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې د غونډې په پيل کې د خصوصي سکټور استازو د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاو په اړه جمهور رئيس ته خپل راپور وړاندې کړ.
جمهور رئيس غني د خصوصي سكټور استازو د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د الوتنو د تنظيم په هدف دې د خصوصي سکټور او کام اير هوايي شركت مسوولينو سره په همغږۍ د الوتنو مهالوېش جوړ کړي او همدارنګه دې ياد سکټور د هرې الوتنې لپاره له ۸۰ تر ۱۰۰ ټنه پورې مېوه د صادرولو په هدف برابره کړي.
هغه د ماليې وزارت او ګمرکونو مسوولينو ته امر وکړ، چې د هوايي کوريډور د چارو د لا ښه تنظيم لپاره دې د لازمې بوديجې او اسانتياوو برابرولو برخه کې همکاري او اقدام وکړي.
جمهور رئيس غني ټينګار وکړ، چې د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاو ټولې ستونزې دې د اساسي حل په هدف تشخيص شي.
نوموړي د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل، چې د هوايي دهلېز له لارې له کابل او کندهار څخه په وخت هند ته د مېوو لېږدولو لپاره دې د هېواد د موسمي مېوو مهالوېش ترتيب کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ