د ميدان وردګ امنيتي چارواكي وايي، چې د دې ولايت په چك ولسوالۍ د ناټو ځواكونو هوايي بريد كې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، دغه طالبان، چې په يوه سراچه ډوله موټر كې او پر يوه موټر سايكل سپاره وو، د حركت په حال كې په نښه او ووژل شول.
نوموړي د پېښې د كره وخت په اړه څه ونه ويل.
اميني زياته كړه، هوايي بريدونو په دې وروستيو كې په ميدان وردګ كې د دولت وسله والو مخالفينو ته درانه تلفات اړولي دي.
د ځايي چارواكو په خبره، د ميدان وردګ په نرخ ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو د يوې ډلې له مېشتېدو وروسته ځمكني او هوايي عمليات زيات شوي او په روانه مياشت كې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ