ads

فراه کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.

نویسنده: sarwan
21 زمری 1396
فراه کې د يو شمېر قوماندانانو په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۴۰ طالبان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپيان دي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې ياد شمېر طالبانو ته په پشت رود ولسوالۍ كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مهري په وينا، دغه هوايي او ځمکني عمليات څلور ورځې وړاندې په پشت رود ولسوالۍ كې پيل شوي وو او تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
نوموړي زياته كړه، د عملياتو په پايله کې د طالبانو درې مشهور قوماندانان ملا عزت کامران، ملا عبدالحميد او ملا وکيل هم وژل شوي او د ملا ابراهيم په نوم يو بل مشهور قوماندان يې ټپي شوى دى.
مهري وايي، د فراه ولايت د پشت رود ولسوالۍ لس کوچني کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي او د مهماتو يوه ډيپو يې هم له منځه وړل شوې ده.
د فراه د والي وياند ټينګار لري، چې په دې نښته کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA