332
۲۱ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی: خوشحال سېلاب

غور كې يو مشهور طالب قوماندان ووژل شو

مشهور طالب قوماندان ملا عبدالصمد، چې د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ كې يې فعاليت كاوه، په غور ولايت كې وژل شوى دى.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال نظامي کليد ته وويل، ملا عبدالصمد له ۵۰ موټر سايکلونو سره د ياد ولايت د چهارسدې ولسوالۍ په بند خفک سيمه کې د طالبانو د بل قوماندان ملا احمدشاه د مرستې لپاره راغلى و، چې د امنيتي ځواکونو هوايي او ځمكنيو عملياتو کې ووژل شو.
غور د هېواد په لوېديځ كې هغه ولايت دى، چې وسله وال طالبان يې په يو شمېر ولسواليو كې پراخ شتون لري او کله ناکله د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *