177
۲۱ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

جمهور رئيس غني معلوماتو ته د خلكو د لاسرسي پر زياتوالي ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دولتي ادارې دې معلوماتو ته د خلكو لاسرسى زيات كړي، ترڅو ټول خلك معلوماتو ته لاسرسى ولري.
نوموړي، چې نن يې په ارګ كې د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وينا كوله وويل، معلوماتو ته لاسرسى د هېواد د ټولو خلكو حق دى، دا حق ورته د هېواد اساسي قانون وركړى، ترڅو له مهمو مسايلو خبر واوسي.
د جمهور رئيس غني په خبره، تر دې وروسته به په حكومت كې هېڅ شى د پردې تر شا پاتې نه شي، ځكه په اساسي قانون په صراحت راغلي، چې معلوماتو ته لاسرسى د ټولو هېوادوالو حق دى.
دا په داسې حال كې ده، چې تر دې وړاندې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه كې د ملي يووالي حكومت څخه شكايت درلود او ويل يې، چې دولتي ادارې ورته د اړتيا وړ معلومات نه وركوي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *