251
۲۱ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی: اسدالله دولتزی

بهسودو ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو دوه پوليس وژلي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې نا معلومو وسله والو دوه پولیس په ډزو سره وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، چې تېره ورځ ماذدیګر ناوخته د بهسودو ولسوالۍ د رېنګ روډ په سیمه کې دوه ملي پولیس، چې د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره یوې هټۍ ته تللی و، د نا معلومو وسله والو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي.
نوموړی وایي، په سیمه کې هڅې پیل شوي، ترڅو د دغې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
تر اوسه پورې د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *