ads

پکتيا کې د سولې جام په نوم د کرکټ سيالۍ پيل شوې

په پکتيا کې د سولې جام تر عنوان لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
په پکتيا کې د کرکټ دغه سيالۍ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مالي لګښت پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.

نویسنده: sarwan
19 زمری 1396
پکتيا کې د سولې جام په نوم د کرکټ سيالۍ پيل شوې

په پکتيا کې د سولې جام تر عنوان لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې.
په پکتيا کې د کرکټ دغه سيالۍ د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مالي لګښت پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.
د سيمه ييزو ارګانونو د ولسي ملاتړ رياست د نشراتو امر عزت الله پامير وايي، دغه سيالۍ به درې ورځې دوام وکړي او څلور منتخبې لوبډلې به په کې برخه واخلي. ((دغه سيالۍ د سيمه ييزو ارګانو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ رياست لخوا پيل شوي، چې د ولايت مقام او بدني روزنې امريت په کې همکاري کړې ده. هدف يې ځوانان سولې ته هڅول او د نظام ننګه کول دي. دغه سيالۍ درې ورځې دوام کوي او څلور منتخب ټيمونه په کې برخه اخلي چې د مرکز تر څنګ د ولسواليو څخه هم دي.))
نوموړي زياتوي، په پلان کې لري، چې په نږدې راتلونکې کې د ځوانانو لپاره ورته نور پروګرامونه هم پيل کړي.
د پکتيا د بدني روزنې امر ګل کريم سحر له رسنيو سره په خبرو کې وويل، له همدې لارې غواړي ځوانان د نظام ننګې ته راوبولي: ((د پکتيا د بدني رزونې امريت له خپل مهال ويش سره سم د ۳۶ فدراسينونو سيالۍ په لاره اچولي، چې له نورو سره توپير لري، ددغو سياليو هدف له نظامه ننګه کول او د ځوانانو ترمنځ يووالی دی.))
د نوموړي په خبره په نږدې راتلونکي کې به ورته نورې سيالۍ د ولايتونو په کچه پيل شي، چې ځوانان به کې مهم رول ولري.
د يادولو ده، چې په دې ورستيو کې د بدني روزنې امريت له لوري د ولايت په کچه د ولسواليو ترمنځ د ځوانانو لپاره په بېلابېلو برخو کې سيالۍ په لاره اچول شوې دي، چې ګډونوال يې د زياتېدو غوښتونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA