ads

لغمان کې د ۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د درې ټولګټو پروژو چارې پيل شوې

په لغمان ولايت کې د څه باندې ۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د درې بېلابېلو ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
د لغمان ولايت له مطبوعاتي دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د دې ولايت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي د ادارې اړوند د درې ټولګټو پروژو چارې پيل شوې او ډېر ژر به ورغول شي.

نویسنده: sarwan
19 زمری 1396

په خبر پاڼه کې راغلي، په يادو پروژو کې يوه د پېښو پر وړاندې د چمتوالي د رياست د ۳۶۴ مټرو په اوږدوالي د احاطې جوړول، بله د اضطرار د موادو د ساتلو په هدف د يو باب زېرمه تون جوړول شامل دي، چې په يوې ۲ ميليونه، ۹ سوه او ۶ زره، ۴۴۰ افغانۍ او په بلې
يو ميليون افغانۍ لګښت راځي او د دواړو پروژو مالي لګښت د يونيسف ادارې له خوا ورکول کېږي.
او بله پروژه د مرکز اړوند د جوګي کلا په سيمه کې د اليشنګ د سيند پر غاړه د موسمي تخريباتو د مخنيوي په موخه د ۹۰ مټرو په اوږدوالي د يوه استينادي دېوال رغول دي، چې د يو ميليون، ۱۵۰ زره، ۹۶۸ افغانۍ لګښت پرې راځي، د خبر پاڼې له مخې دا پروژه د IMC موسسې له خوا د USAID او OFDA په مالي ملاتړ جوړېږي، چې چارې به يې په دوو مياشتو کې بشپړې شي.
د دې پروژې په تطبيق سره به په سيمه کې ۱۵۰ کورنۍ او په سلګونه جرېبه کرنيزه ځمکه د موسمي سېلابونو له خطره وژغورل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA