د پکتیا ولایتي شورا غړي وایي، چې د دې ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ مرکز او ودانۍ یو ځل بیا د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي او هلته سختې جګړې روانې دي.
د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل له کلید سره په خبرو کې وویل، په دغو جګړو کې دواړو خواته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
(( بدبختیانه د ولسوالۍ ودانۍ یو ځل بیا وسله والو نیولې او هلته اوس هم سخت جنګ روان دی، افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او وسله وال هم وژل شوي دي.))
د پکتیا امنیې قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني ويلي، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې تېر ماښام د ولسوالۍ له مقرر څخه یو کیلو مټره تکتیکي شاتګ کړی دی.
وسله والو طالبانو د تازه جګړو او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې شل ورځې وړاندې وسله والو د دې ولسوالۍ مرکز نیولی و، خو تېره جمعه امنیتي ځواکونو په دې ولسوالۍ د خپلې ولکې اعلان وکړ.
ومو غوښتل په دې اړه د امنیتي ځواکونو نظر واخلو خو له هڅو سره سره په نظر اخیستلو ونه توانېدلو.