ads

كاپيسا كې د كورني تاوتريخوالي له كبله يو تن وژل شوى

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزى وايي، تېر ماښام د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په ملاخېلو کلي کې د کورني تاوتريخوالي له كبله د دوو وروڼو ترمنځ نښته شوې، چې يو تن يې په ډزو وژلى دى.

نویسنده: sarwan
18 زمری 1396
كاپيسا كې د كورني تاوتريخوالي له كبله يو تن وژل شوى

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزى وايي، تېر ماښام د دغه ولايت د تګاب ولسوالۍ په ملاخېلو کلي کې د کورني تاوتريخوالي له كبله د دوو وروڼو ترمنځ نښته شوې، چې يو تن يې په ډزو وژلى دى.
نوموړي كليد ته وويل، ياده سيمه د وسله والو تر ولکې لاندې ده، قاتل تښتېدلى او پوليس يې د نيولو هڅه كوي.
يوسفزي زياته كړه، په ناامنو سيمو کې ډېرى کسان په خپلو کورونو کې وسلې لري، چې د شخړو په مهال کار ترې اخلي.
خو د هغه په خبره، د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې سيمو کې څوک وسلې نه شي ګرځولى.
د يادونې وړ ده، چې د کاپيسا په ناامنو سيمو کې په ورته پېښو کې څو وارې مېرمنې هم وژل شوي، چې تراوسه يې يوې ادارې هم د ملاتړ غږ پورته کړى نه دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA