په کاپيسا ولايت کې دوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
په ختيځ کې له ٢٠١ سېلاب قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېر مازيګر دوو موټر سايکل سپرو ځانمرګو بريد كوونكو غوښتل، چې په تګاب ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بريدونه وکړي.
سرچينې زياته کړې، دغه بريد كوونكي د ملي اردو ځواکونو لخوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوي، دواړه وژل شوي او چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزى د دغه خبر د تاييد ترڅنګ وايي، چې دا پېښه د تګاب ولسوالۍ په احمدزيو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي، يادو بريد كوونكو غوښتل په سيمه کې پر سيمه ييزو پوليسو ځانمرګي بريدونه وکړي، خو هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شول.
يوسفزى وايي، چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.