ads

سږ کال ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو ته شانداره تیاری روان دی

جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې د هېواد په درې رنګه ملي بیرغ او د ازادۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په انځورنو ښکلی شوی دی.

نویسنده: sarwan
17 زمری 1396
سږ کال ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځې نمانځلو ته شانداره تیاری روان دی

جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې د هېواد په درې رنګه ملي بیرغ او د ازادۍ د اتل شاه غازي امان الله خان په انځورنو ښکلی شوی دی.
د جلال اباد ښار له ډېرو اوسېدونکو او دغه ښار ته له ولسوالیو راتلونکو خلکو سره پوښتنه دا ده، چې دا انځورونه او بیرغونه د څه لپاره ځړول شوي دي.
ډېری ښاریان په دې اند دي، چې دا بیرغونه خو یا د خپلواکۍ د جشن په خاطر او یا هم د کومې بلې ملي ورځې د نمانځلو په موخه راځړول شوي دي.
ښاریانو سره دا پوښتنه ځکه راولاړه شوې، چې تر دې وړاندې په جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ ورځې له نمانځغونډې پرته دومره بیرغونه په ښار کې نه دي لیدل شوي.: (( زما نوم طاهر دی د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی یم، سهار چې راغلم نو ښار کې ګورم چې هر خواته ملي بیرغونه او عکسونه دي، داسې نا اشنا راته ښکاره شو، وروسته بیا راته خلکو او وویلې، چې دا د ازادۍ ورځې لپاره تړل شوي دي.))
(( زه اکرام الله یم د کونړ ولایت اوسېدونکی یم، بس ښار هرې خواته دې ملي بیرغونو او د شاه غازي امان الله خان عکسونو ښکلی کړی دی، بس اول راته جالبه و بیا وروسته ډېر ورته خوښ شوم.))
دا بیرغونه او د ازادۍ د اتل غازي انځورونه د جلال اباد ښار واټونو کې چا او ولې ځړولي دي؟ ځواب یې د هغو ځوانو مدني فعالانو له ډلې د قاري عبدالله سهار سره غږېدلي یو، چې څو شپې سر په سر یې د دغو بیرغونو د لږولو لپاره شپې په جلال اباد ښار کې په ویښه سبا کړې دي.
دی وايي، بیرغونه یې د زمري د ۲۸مې ورځې په ویاړ را ځړولي ترڅو د نورو ولایتونو اوسېدونکو او نړیوالو ته دا روښانه شي، چې ننګرهار مېشتي د علم او فرهنګ سربېره د سولې خوښوونکي دي: (( د مبارزو ملګرو موخه له دې نه دا وه، چې نړیوالو ته دا وښایو چې موږه د خپلو اتلانو ستاینه او نمانځنه داسې کوو.))
دغه راز د یادو بیرغونو په ځړولو کې بل زیار ایستونکی عرفان الله بېدار وايي، چې دغه چاره یې ځکه ترسره کړې، چې ځوانان له ملي مقدساتو خبر او هم یې ورته احترام ور وښايي.
د بېدار په وینا، که د افغانستان د روڼ تاریخ دښمنان هرڅومره هڅه وکړي، چې د دغه هېواد په خپلو بچو د ملي مقدساتو بې احترامي وکړي، خو دوی به د دا ډول پروګرامونو په ترسره کولو د هغوی دا ډول هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي.: (( زموږه موخه همدا وه، ترڅو ځوانانو ته دا روښانه کړو چې موږه څنګه کولای شو د خپلو ملي او تاریخې څېرو د کارنامو ستاینه وکړو.))
بل لورته بیا د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، چې دوی د هېواد د ازادۍ ورځې د نمانځنې په موخه ګڼ پروګرامونه نیولي او هره شپه له یو شمېر مدني فعالانو سره په شریکه د ښار د ښکلا په خاطر هڅې کوي.
د جلال اباد ښار والي مطبوعاتي مسوول همایون غریب مل کلید ته وویل، چې ښاروال د ټول ښار هټۍ والو، اصناف او د ګوزر وکیلانو ته سپارښتنه کړې، ترڅو په خپلو سیمو کې د هېواد درې رنګه ملي بیرغ او د شاه غازي امان الله خان انځورونه وځړوي.
هغه وایي.: (( د جلال اباد ښاروالۍ هم د ښار د ښکلا لپاره له بېلابېلو مدني فعالانو سره په شریکه کار کوي او دوی ته مو خپل وسایل په واک کې ورکړي دي.))
په جلال اباد ښار کې د هېواد د خپلواکۍ د ۹۸مې کلیزې په موخه د ملي بیرغونو او د غازي امان الله خان انځورنه په داسې حال کې لګېدلي دي، چې د ننګرهار والي ویلي سږ کال به د نورو کلونو سره په توپیر د شاه غازي امان الله خان د ژوند او هڅو په اړه ځانګړی سیمنار جوړوي، چې بېلابېل لیکوال به په کې خپلې لیکل شوې مقالې هم ولولي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA