د پاکستان د پنجاب ايالت د لاهور ښار په اسلام پوره سيمه کې تېره شپه د مېوې لارۍ کې د چاودنې له كبله يو تن وژل شوى او ۳۳ نور ټپيان دي.
ډېرى ټپيان هغه کسان دي، چې له لارۍ سره نږدې ولاړ يا هم پر لار روان وو.
يو شمېر ټپيان له لومړنيو طبي مرستو وروسته رخصت کړل شوي، خو سخت ټپيان لا هم نږدې روغتونونو کې بستر دي.
د څلورو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
لاهور کې د پوليسو مشر اطهر اسماعيل وايي، چاودنه لارۍ کې د بارودو له كبله شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ