د غزني ولايت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د کرنې اړوند د ترویج مرکز ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د غزني والي انجنیر عبدالکریم متین، د دغه مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال، د یاد مرکز فعالېدل د کرنې د ترویج او پر مختګ په برخه کې موثر او یو ستر بنسټیز ګام وباله، چې پر مټ به یې په یاد ولایت کې کروندګرو ته د کرنې په برخه کې اړین معلومات وړاندي او د کرنیزو محصولاتو په ډېروالي کې به رغنده رول ولوبوي.
د دوی په خبره، پر دغې پروژې ۴ ميلیونه افغانۍ لګښت رازي، چې د کرنې او الدارۍ وزارت له غیر مشروطې بودیجې څخه ورکول کېږي.
دوی زياتوي، د دې پروژې د رغولو چارې به یې د روان لمریز کال تر وروستیو بشپړ او ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.
یاده دې وي، چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د حیواني ناروغیو د تشخیص او درملنې د مرکز، چې شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې د د بنسټ ډبره کېښودل شوه.