ads

د کندوز د شېرخان بندر عواید شاوخوا ۹۸ سلنه لوړ شوي

چارواکي وايي، که څه هم په دې وروستیو کې د نا امنیو لکه کبله د کندوز ولایت له شېرخان بندر څخه یو شمېر ډېرو سوداګرو امن ولایتونو ته مخه کړې وه او د شېرخان بندر عواید د تېرو کلونو په پرتله خورا ډېر زیات راکم شوي وو، خو په دې وروستیو څو میاشتو کې یو ځل بیا سوداګرو د کندوز شېرخان بندر کې پانګونه پیل کړې او د دې بندر عواید خورا ډېر لوړ شوي دي.

نویسنده: sarwan
14 زمری 1396

د کندوز ولایت د شېرخان بندر د ګمرک ريیس عبدالله حارث وایي، چې د نویو سیسټمونو په لګولو او د سوداګرو په تشویقولو سره توانېدلي، چې د یاد ګمرک عواید د تېر کال په پرتله شاوخوا ۹۸ سلنه لوړ کړي او د یو کال هدف یې په شپږو میاشتو کې پوره کړی دی.
د کندوز ولایت یو شمېر سوداګر هم خوښ دي چې د سهولتونو په برابرولو سره یې یو ځل بیا له دغه ګمرک څخه خپل کار پیل کړی او خپلو سوداګریو ته نور له همدې ګمرک څخه دوام ورکوي، خو د لا نورو همکاریو هیله هم کوي.
د کندوز ولایت د شېرخان بندر د ګمرک د سوداګرو د اتحادیې مشر حاجي سید مجتبی هاشمي وایي، چې د سهولتونو تر څنګ له هېواده بهر هم یو شمېر ستونزې لري.
هاشمي زیاته کړه، د تاجکستان هېواد له لوري سوداګرو ته د ویزې په ورکولو کې سخته ستونزه او د روډ پاس په اخیستلو کې هم د ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې دولت باید د یادو ستونزو په حل کولو کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
که څه هم د کندوز د شېرخان بندر عواید زیات شوي او یو شمېر سوداګرو بېرته د کندوز شېرخان بندر ګمرک ته مخه کړې خو د لویو لارو نا امني بیا هغه بله ستونزه ده، چې سوداګر ورسره لاس او ګرېوان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA