209
۱۴ زمری ۱۳۹۶
لیکونکی:  حسيب الله نوري

په تېرو ۳ کلونو کې ۱۷۰ رسنۍ تړل شوې

د کلید ګروپ د موندنو له مخې له ۱۳۹۳ لمریز کال راهيسې تر دې مهاله له۱۷۰ ډېرې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي. له دغه ډلې ۲ ټلوېزیونونه، ۱۰ راډیوګانې او پاتې نورې چاپي رسنۍ تشکیلوي، خو د دې تړل شوو رسنیو له ډلې یوازې یو ټلوېزیون، یوې راډیو او شاوخوا ۱۲ چاپي رسنیو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت په رسمي ډول د خپل فعالیت د جواز د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د معلوماتو له مخې دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ ټلوېزیونونه، ۲۴۰ راډیوګانې او ۳۵۰ چاپي رسنۍ فعالې دي.
خو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره تر دې مهاله ۳۶ خبري اژانسونو، ۹۶ ټلوېزیونونو، ۱۹۵ راډیو ګانو، له ۱۶۰ زیاتو چاپي رسنیو او ۱۱ دولتي خپرونو له دغه وزارت څخه د کار جوازونه تر لاسه کړي دي.
له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی په هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابوالی د رسنیو د تړل کېدو اصلي سبب بولي.
که څه هم په تېرو څو کلونو کې، رسنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ وې او په دې برخه کې کافي تجربه موجوده نه وه، خو دغو رسنیو په ډېره ښه توګه وکولای شول، چې د خبر رسونې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي؛ له ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۱ میلادي کال را په دې خوا په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ رسنیو په فعالیت پیل کړی، چې د تېرې یوې نیمې لسیزې لویه لاسته راوړنه شمېرل کېږي.
د دغې ادارې د اجرايیوي مشر په خبره، په اوسنیو شرایطو کې ټولنه داسې رسنیو ته اړتیا لري، چې هغه قومي، ژبنیو او سمتي کړنو ته لمن ونه وهي او د ژورنالیزم له اصولو سره سمې خپلې چارې مخته یوسي.

تړل شوې رسنۍ
له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي، له شاوخوا دوه کلونو را په دې خوا په هېواد کې له ۱۷۰ زیاتې رسنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.
د دغې ادارې اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وایي: ((له ۱۳۹۳ لمریز کال را په دې خوا په هېواد کې څه باندې ۱۷۰ رسنۍ تړل شوې، چې له دې ډلې ۲ ټلویزیونونه، لس راډیوګانې او پاتې شمېر چاپي رسنۍ تشکیلوي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې فعالیتونه درېدلې دي.)) له بل لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي هم تاییدوي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو په رسمي ډول د خپلو نشراتو د جوازونو د ملغا غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وایي: ((په دې وروستیو کې یوه ټلوېزیون او یوې راډيو چې په میدان وردګو ولایت کې یې د فعالیت جوازونه اخیستي وو، د خپلو جوازونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او خپل جوازونه یې لغوه کړل. همدارنګه شاوخوا ۱۲چاپي رسنیو هم خپل د فعالیت جوازونه لغوه کړي دي.))
په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالیستانو عالي شورا چارواکي وايي، په هېواد کې خراب اقتصادي حالت ددې سبب شوی، چې یو شمېر رسنۍ هم د دغه حالت قرباني شي.
د دغه شورا مشر حفیظ الله بارکزی وایي: ((دا یوه جدي ستونزه ده او له حکومت څخه غواړو چې د هغه رسنیو ملاتړ وکړي، کوم چې په خپلو خپرونو کې د ملي ګټو ساتنه کوي.)) د نوموړي په خبره که حکومت د رسنیو ملاتړ ونه کړي، په دغه برخه کې شوي پرمختګونه به یو ځل بیا له منځه لاړ شي.
د یووالي غږ په نوم اوونیزه، چې شاوخوا ۵ کاله وړاندې یې په فعالیت پیل کړی و، په دې وروستیو کې د اقتصادي ستونزو له کبله خپلې خپرونې درولې دي.
د دغې اوونیزې مسوول صفي الله وايي، په هېواد کې خراب اقتصادي حالت ددې سبب شوی چې په هره برخه اغېز وکړي: ((په تېرو کلونو کې په هېواد کې اقتصادي وضعیت څه نا څه ښه و، خو په دې وروستیو کلونو کې چې له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو مرستې کمې شوې دي، اقتصادي حالت هم ورسره خراب شوی او په ټولو برخو یې اغېز کړی دی.)) نوموړی زیاتوي، په تېرو کلونو کې دوی په خپله اوونیزه کې اعلانونه او نور د دولت تبلیغات خپرول او له همدغه لارې يې د دغه اونیزې د چاپ لګښتونه ورکول: ((په دې وروستیو کې د دولت تبلیغات او همدارنګه د خصوصي کمپنیو او بانکونو تبلیغات پیکه شول او همدا سبب شو چې زموږ اونیزه هم له کاره ولوېږي.))
صفي الله وايي، تر هغه چې د خپلې اونیزې لپاره مالي ملاتړ پیدا نه کړي او یا هم دوی خپله بودیجه پیدا نه کړي د دې امکان نشته چې بیا دې خپل فعالیتونه له سره پيل کړي.

د مالي ملاتړ غوښتنه
د ژورنالیستانو د عالي شورا چارواکي له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غواړي چې د هغه رسنیو مالي ملاتړ وکړي چې ملي ګټو ته ژمنې او د ژورنالیزم له اصولو سره سمې خپرونې لري.
د دغې ټولنې مشر حفیظ الله بارکزی وايي: ((هغه رسنۍ چې ملي ګټې په نظر کې نیسي، حکومت او د ژورناليزم ملاتړي بنسټونه باید له دوی مالي ملاتړ وکړي، څو د بیان او مطبوعاتو ازادي وساتل شي.))
په همدې حال کې د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر هم له حکومت او په ځانګړي ډول د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت غواړي، څو په رسنیو باندې وضع شوي مالیات معاف کړي: ((هغه مالیات چې په رسنیو باندې وضع شوي باید معاف شي او یا هم په مالیاتو کې ځینې بدلونونه راشي، په رسنیو کې د امتیاز شتون او ځینې نور ضمانتونه چې موجود دي هغه باید غیر ثابت حالت ته راوستل شي.))
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي بیا وايي، حکومت یوازې د دولتي رسنیو مالي ملاتړ کوي او د قانون له مخې دغه وزارت د خصوصي رسنیو سره مالي مرسته نه شي کولای، د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وایي: ((خصوصي رسنۍ چې کله د فعالیت جواز تر لاسه کوي دوی خپله د دغه رسنۍ د مالي تمویل خبره کوي او د ټولنیزو رسنیو په قانون کې دا خبره نشته، چې که یوه رسنۍ له مالي ستونزو سره مخ کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به ورسره مرسته کوي.)) د نوموړي په خبره دا چې د مطبوعاتو ازادي ساتل شوې وي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوې رهبري له دوی سره د مالي ملاتړ په پار مرسته کوي.
د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند وايي: ((موږ له یو شمېر خصوصي کمپنیو سره په داسې اعلاناتو کار کوو، چې په هغه کې ملي ګټې نغښتې وي او د حکومت په ګټه به تبلیغات کوي، دغه اعلانات به خصوصي رسنیو ته ورکول کېږي.)) د نوموړي په خبره په دې سره به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وکولای شي چې د رسنیو لپاره د مالي ملاتړ د یوې برخې په پوره کولو کې مرسته وکړي.

د رسنیو پرمختګ
د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته په هېواد کې د بیان او مطبوعاتو ازادي رامنځته شوه او په تېره یوه نیمه لسيزه کې یې د پام وړ پرمختګ وکړ.
د هېواد په لرې پرتو سیمو کې راډیوګانو او ټلوېزیونونو خپرونې پیل کړې؛ یو زیات شمېر چاپي رسنیو هم دغه ډګر ته را ودانګل او د رسنیو بازار یې ګرم کړ.
د نی اجرایوي رییس مجیب خلوتګر وايي، له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په هېواد کې رسنیو د پام وړ پرمختګ کړی دی: ((دا مهال په هېواد کې شاوخوا ۶۰۰ رسنۍ فعالې دي، چې له دغه ډلې شاوخوا ۱۰۰ ټلوېزیونونه، ۲۴۰ راډیوګانې او ۳۵۰ چاپي رسنۍ دي.)) د خلوتګر په خبره رسنیو په تېرو کلونو کې د کمیت له نظره زیات پرمختګ وکړ، خو کیفیت نسبت کمیت ته په ټیټه کچه کې دی: ((په لومړي سر کې په رسنیو کې مسلکي او تحصيلکرده کسان په دندو ونه ګمارل شول، یوازې هغه کسانو ته په کې ځای ورکړل شو، چې هغوی په دې برخه کې تجربه درلوده او همدا سبب شول چې رسنۍ د خپل کمیت په اندازه په کیفیت کې هم پرمختګ ونه کړي.)) د نوموړي په وینا د رسنیو په برخه کې د مسلکي او تحصیلکرده کسانو نه شتون د رسنیو په کیفي برخه کې د نه پرمختک اصلي علت و.

د رسنیو سوړ بازار
که څه هم په تېرو څو کلونو کې رسنیو په هېواد کې ډېر پرمختګ کړی، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د رسنیو بازار سوړ ښکاري او له تېر ۱۳۹۳ لمریز کال را په دې خوا تر ۱۷۰ زیاتو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.
د افغانستان د ژورنالیستانو شورا د چارواکو په خبره، په هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابوالی ددې سبب شوی، چې د رسنیو بازار هم سوړ شي: ((په افغانستان کې د اقتصادي حالت خرابوالی او د مارکیټینګ ضعف ددې سبب شوی دی، چې رسنۍ هم په خپل پخواني حالت پاتې نه شي او بازار یې سوړ شي.)) د بارکزي په خبره رسنیو په تېرو کلونو کې غیر مسلکي کړنې ترسره کړې او همدا سبب شول چې خلک له رسنیو سره واټن واخلي او بازار یې سوړ شي: ((ځینو رسنیو په تېرو کلونو کې قومي، ژبنۍ او سمتي کړنې ترسره کړې، د رسنیو مالکانو د دښمن ژرندې ته اوبه ورکړې، غیر مسلکي کسان په دندو وګمارل شول او همدغه رسنیو داسې کسانو ته شخصیت ورکړ چې هېڅ نه وو.))
د نوموړي په خبره تر هغه چې رسنۍ ملي ګټې په نظر کې ونه نیسي او د ژورنالیزم اصول مراعات نه کړي، بازار به یې د سړېدو په خوا روان وي.
بارکزی په رسنیو کې د تحقیقي ژورنالیزم په را ژوندي کولو ټينګار کوي او وایي، تحقیقي ژورنالیزم کولای شي رسنیو ته وده ورکړي: ((تحقیقي ژورنالېزم کولای شي له حکومت سره د فساد په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.)) بارکزي زياته کړه، جمهور رییس له موږ د تحقیقي ژورنالیزم د رامنځته کولو غوښتنه کړې وه: ((موږ په دې برخه کې ټولې تیارۍ نیولې دي او له جمهور رییس څخه غواړو چې زموږ له دغو تیاریو د فساد په له منځه وړلو کې ګټه پورته کړي.))

نوې راډیوګانې
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، شاوخوا ۵ کاله وړاندې د متحده عرب اماراتو له دغه وزارت سره د ۴ راډیوګانو د وسایلو مرسته کړې وه، خو دغه راډیوګانې لا هم په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ساتل شوې دي.
د دغه وزارت وياند محمد صابر مومند وايي: ((د نوې رهبرۍ په راتګ سره د دغه راډیوګانو په اړه تصمیم دا دی چې په دولتي چوکاټ کې په هغه ولایتونو کې فعالېږي چې هلته دښمن ډېر حاکمیت ولري او له دغه راډيوګانو به د حکومت په ګټه په هغه سیمو کې تبلیغات کېږي.)) د نوموړي په خبره د دغه راډیوګانو لپاره به د اوس مهال لپاره قراردادي کسان ټاکل کېږي، خو کله چې د راتلونکي کال لپاره مالي پلان جوړېږي، دغه راډیوګانې به د اطلاعاتو او فرهنګ په مربوطه ریاستونو پورې وتړل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې تر دې مهاله ۳۶ خبري اژانسونو، ۵۴ ټلوېزیونونو په مرکز، ۴۲ تلویزیونونو په ولایتونو، ۵۶ ورځپاڼو په مرکز، تر ۱۰۰ زیاتو چاپي رسنیو په ولایتونو، ۴۲ راډیو ګانو په مرکز، ۱۵۳ راډیوګانې په ولایتونو او ۱۱ دولتي خپرونو په مرکز کې له دغه وزارت څخه د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي دي.
په تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو کې په هېواد کې که څه هم رسنۍ له ډېرو مشکلاتو سره مخ وې خو د دغه مشکلاتو سره سره یې وکولای شوی، چې د خبر رسونې لپاره ښې سرچینې و اوسي.

خبریالان څه غواړي؟
په تېرو څو کلونو کې د رسنیو پرمختګ د ټولو هېوادوالو په خصوصي ډول د افغان خبریالانو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. دوی له حکومته غواړي چې د رسنیو په برخه کې د شوي پرمختګ په ساتنه کې دې د خبریالانو لاسنیوی وکړي او د دوی د کاري مصونیت لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال محمد نسیم عالم کلید ته وویل، د بهرنیو هېوادونو له مرستو سره د رسنیو تړاو ددې سبب شوی دی، چې یو زیات شمېر رسنۍ له فعالیته ولوېږي: ((ډېری رسنۍ مو د بهرنیانو له مرستو سره تړلې وې کله چې دوی ووتل، رسنۍ هم له فعالیته ولوېدې او د بهرنیانو وتلو تر ډېره د رسنیو سقوط ته لاره هواره کړه.)) نوموړی په هېواد کې د رسنیو د کمیت زیاتوالی هم د ځینو رسنیو د سقوط علت بولي:((په هېواد کې رسنۍ په بې ساري توګه زیاتې شوې او کوم اعلانونه چې دوی مخکې تر لاسه کول هغه اوس یو شمېر محدودو رسنیو ته ورکول کېږي او د اعلانونو نه شتون ددې سبب شوی دی، چې رسنۍ له فعالیته ولوېږي.)) نوموړی له رسنیو غواړي څو داسې څه خپاره کړي چې هغه په حقایقو ولاړ او د ټولنې د غوښتنو مطابق وي، په همدې حال کې په کابل کې د یوې شخصي خصوصي رسنۍ خبریال الهام له کلید سره په خبرو کې وویل، رسنیو په تېرو څو کلونو کې د بهرنیانو د مرستو په شتون کې ښه پرمختګ وکړ: ((له کله چې دغه مرستې درېدلې دي، رسنیو په کمي او کیفي لحاظ په شاتګ پیل کړی دی.)) د نوموړي په خبره حکومت دې په رسنیو وضع شوي مالیات لرې او د خپرونو د کیفیت د ښه والي لپاره دې په رسنیو ټینګ نظارت ولري، څو رسنۍ وکولای شي خلکو ته دقیقه او پر وخت خبر رسونه وکړی شي.
د نوموړي په خبره په تېرو کلونو کې یو شمېر رسنیو غیر مسلکي کارونه ترسره کړل او دا ددې سبب شول، چې د خلکو باور په رسنیو راټیټ کړي: ((ددغه باور د بېرته تر لاسه کولو لپاره رسنۍ باید مسلکي عمل وکړي، پر وخت، بې پرې او دقیق خبرونه باید خپاره کړي.)) د چارو د شنونکو په باور که حکومت د رسنیو ملاتړ ونه کړي، لرې نه ده چې د رسنیو په برخه کې په هېواد کې شوی پرمختګ به یو ځل بیا خپل پخواني حالت ته ستون شي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *