ads

د كابل – كندهار پر لويه لار لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د كابل – كندهار لويې لارې په اوږدو كې تېره ورځ د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې ۵۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه نور له چاودېدونكو توك ډك موټر سره نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
11 زمری 1396

دې وزارت نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، چې د نښتې په مهال ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان دي.
په ورته وخت كې د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونو له طالبانو څخه ۸ عرادې موټر سايكلونه، درې ميله كلاشينكوفونه، يو قبضه راكټ او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه كړي دي.
هغه زياته كړه، وسله والو طالبانو غوښتل د ډله ييز بريد او ماينونو ښخولو په وسيله د كابل – كندهار لويه لار د ټرافيكو پر مخ وتړي، خو امنيتي ځواكونو يې دغه هدف ته د رسېدو مخنيوى وكړ او درنه مرګ ژوبله يې ور واړوله.
اميني وايي، چې په جګړه كې شپږ امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي او د طالبانو په ډزو يو ملكي وګړى وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA