ads

خوست کې کاروباريان له پور ورکولو ستړي شوي

د خوست ولايت هټیوال او کاروباريان وايي، د پور له ورکړې نور تر پوزې راغلي او کاروبار يې له ستونزو سره مخ شوی دی. دوی وايي، ډېری مشتريان ترې سودا په پور وړي، خو يو شمېر يې بیا پیسې بېرته په اسانۍ نه ورکوي او دوی له سختو ستونزو سره مخ کېږي.
n o,ajA

نویسنده: sarwan
11 زمری 1396
خوست کې کاروباريان له پور ورکولو ستړي شوي

د خوست ولايت هټیوال او کاروباريان وايي، د پور له ورکړې نور تر پوزې راغلي او کاروبار يې له ستونزو سره مخ شوی دی. دوی وايي، ډېری مشتريان ترې سودا په پور وړي، خو يو شمېر يې بیا پیسې بېرته په اسانۍ نه ورکوي او دوی له سختو ستونزو سره مخ کېږي.
دغه هټیوال او سوداګر ټينګار کوي چې حتا ځينې مشتريان خو له سره چمتو نه وي چې پور ادا کړي او خبره تر شخړو او جنجالونو رسېږي.
فېروز خان چې اوسپنيز سيخونه پلوري وايي، دا چې ډېری خلک خپل پور نه ادا کوي نو اوس داسې چا ته پور نه شي ورکولای چې رښتيا هم اړ وي.
فېروز خان د پور بېرته ترلاسه کول او شخړې له يو بل سره تړلې بولي او ټينګار کوي چې يو چا ته پور ورکړي په اسانۍ يې بېرته ترې نه شي ترلاسه کولای. نوموړی وايي چې همدا اوس يې په لکونو افغانۍ پانګه له خلکو سره بنده او د پور په ډول يې توکي ترې وړې دي، خو بېرته يې پورونه نه دي ادا کړي: ((تر دېرشو لکو پورې پور مې بند دی، په دې کې تر اتیا سلنه داسې دي، چې ترلاسه کول یې ناشوني دي.))
سوداګر وايي، پانګه یې د پورونو په شکل بنده شي او د هټیو کرايې هم ورته ملا ماتوونکې تمامیږي.
د پرچون هټيو کې هم پور ورکول عادي خبره ده او له دې پرته کاروبار په ټپه درېږي. دوی وايي ملګري او دوستان ورځي او هغو ته ويلي هم نه شي چې پیسې ورکړي. دوی ټينګار کوي چې همدا دوستان ترې کله پور وکړي بیا يې درک نه لګي او لیدل يې حتا ورته سخت شي.
د خوست ښار يو هټیوال عبدالرزاق همدا خبره کوي: ((تر دوه سوه پنځوس زرو پورې پانګه مې قرض خوړلې. ټول پوروړي مې ملګري دي، څو ځلې پر قرض توکي یوسي او وروسته ورک شي، چې څه مو ترې ګټلي وي، په یو وار یې رانه وباسي.))
له بل لوري خیاطان او رخت پلورونکي وايي، له کاروبار سره يې پور تړلی دی، خو دوی بیا هم هڅه کوي، چې پانګه په پورونو کې بنده نه کړي.
د دوی په خبــره، چــې د پــور بېــرتـه ورکــړه کـې ورته مشتریان پر پلمو سربېره لانجې هم پیدا کوي.
یاد کالي جوړوونکي وايي، چې قرض ورکړي بیا یې د دوستانو درک نه لګي. ګلون متونوال د جامو ګنډلو هټۍ لري او رختونه پلوري. نوموړی وايي، د مشتري او کاروباري ترمنځ جنجالونه تل د قرض له کبله کیږي. ګلون خپله شپږ لکه پانګه د پورونو په ډول خلکو ته ورکړې ده: ((تر وسه وسه هڅه کوم چې پور ور نه کړم، ځکه په بېرته ترلاسه کولو کې يې له ستونزو سره مخ کېږم او زه د جنجال کولو حوصله نه لرم، څو ځله مې د مشتریانو سره په همدې خبره شخړې راغلې دي.))
له ښاره بهر د کلیوالو سيمو هـټــۍ هـم اړې دي چې د کلي له خلکو سره پور وکړي او که داسې ونه کړي څوک ورګوري هم نه. مصباح په کلي کې هټۍ لري، نومــوړی وايــي، خــوراکـي او د کـورنیو د اړتیا وړ توکي پلوري خو له پور وړونکو خفه دی چـې پیـسې يې په وخت نه ورکوي.
مصباح ټينګار کوي چې که په پور توکي ورنه کړي ټول مشتـريــان يـې خفــه کېږي او بیا ښايي اړ شي چې د مشتريانو د نشت له کبله خپله هټۍ وتړي: ((دوه سوه زره افغانۍ مې دوکان کې ماتې کړې او له دې، سل زره په پورونو کې تللې، زړه مې دی، چې دوکان ته قلف واچوم، ځکه بله لار راسره نشته.))
خو يو شمېــر کــاروبــاريانـو بیا د دې ستونزې لپاره يو حللاره هم موندلې ده.
د دوی ځينو يې د مشتريانو لپاره د پور ځانګړې کچه ټاکلې چې تر هغې بیا پور زيات شي، نور پور نه ورکوي او کله چې هغه پور ادا کړي نور پور ورکوي.
دغه کاروباريان او هټيوال وايي، که چېرې مشتريان په خپل وخت سره خپل پورونه ادا کړي، د هټيوال او مشتريانو ترمنځ به خفګان او شخړې نه راولاړېږي.
د سوداګرو او کاروباريانو په خبره، پورونه له لږو پیسو پیلېږي، خو وروسته ورو ورو لويېږي او هغه مهال بیا مشتري ته هم اسانه نه وي چې دغه پور ادا کړي له همدې کبله مشتريانو ته ښايي چې لږ پور وکړي او بیا يې په وخت بېرته ادا کړي تر څو پرې لوی نه شي او ستونزې هم ورته جوړې نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA