ads

قطر سعودي عربستان د حج له مراسمو په سياسي استفادې تورن کړ

قطر وايي، سعودي عربستان د حج مراسم سياسي کړي او له ګډون کوونکو سره سياسي چلند کوي.

نویسنده: sarwan
9 زمری 1396
قطر سعودي عربستان د حج له مراسمو په سياسي استفادې تورن کړ

قطر وايي، سعودي عربستان د حج مراسم سياسي کړي او له ګډون کوونکو سره سياسي چلند کوي.
د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له الجزيرې ټلويزيوني شبكې سره په خبرو کې ويلي، سعودي عربستان ورته د دوى د حاجيانو د امنيت ډاډ نه دى ورکړى او له دې مسئلې سياسي استفاده کوي.
د نوموړي په وينا، قطر نه غواړي مذهبي مسايل په سياست کې ګډ کړي، خو سعودي عربستان بيا تل دا هڅه نه يوازې د قطر، بلکې د ځينو نورو هېوادونو په وړاندې هم کړې ده.
تر دې مخكې سعودي عربستان ويلي و، چې د قطر د حج وزارت د حاجيانو نومليکنه درولې او خپلو حاجيانو ته سعودي عربستان ته د تګ اجازه نه ورکوي، خو د قطر د بهرنيو چارو وزير وايي، سعودي عربستان د دوى د وګړو د امنيت ډاډ تر دې مهاله نه دى ورکړى، نو ځکه دوى د حاجيانو د لېږلو پرېکړه ځنډولې ده.
 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA