ads

د سرخرود له بزګرانو سره د غنمو پاکولو د دوو ماشينونو مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د CIMMYT مرستندويه ادارې په مالي لګښت يې د سرخرود ولسوالۍ له بزګرانو سره د غنمو پاکولو د دوو ماشينونو مرسته وکړه.

نویسنده: sarwan
9 زمری 1396
د سرخرود له بزګرانو سره د غنمو پاکولو د دوو ماشينونو مرسته وشوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، د CIMMYT مرستندويه ادارې په مالي لګښت يې د سرخرود ولسوالۍ له بزګرانو سره د غنمو پاکولو د دوو ماشينونو مرسته وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي کليد ته وويل، ياد هر ماشين ۲۸ زره امريکايي ډالر بيه او په يوه ساعت کې د يو ټن غنمو د پاکولو ظرفيت لري، چې په وړيا ډول بزګرانو ته ورکول کېږي .
هغه زياته كړه، دوى هڅې پيل کړي، ترڅو د هرې ولسوالۍ بزګرانو ته د غنمونو پاکولو دوه دوه ماشينونه وركړي.
په ورته وخت کې بيا د يادې سيمې يو تن بزګر جمعه ګل د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش او د عصري ماشين الاتو د فعاليت له كبله خوښي وښوده او وايي، چې سږ کال يې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ډېر لوړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA