ads

د کندوز د والي ویاند: امنیتي ځواکونه د پاکو شویو سیمو د ساتلو توان نه لري

د کندوز ولایت د والي ویاند سید محمود دانش په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې رسنیو ته وویل، چې امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو څخه د نیول شویو سیمو د ساتلو توان نه لری او هغه سیمې چې په ډېرو قربانیو سره د کمانډو ځواکونو لخوا پاکېږي، بېرته وسله والو طالبانو ته په اسانه سره پرېښودل کېږي.

نویسنده: sarwan
8 زمری 1396

دانش زیاته کړه، چې څو ورځې وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د ۱۴ ورځو عملیاتو په ترڅ کې د حضرت سلطان سیمه له ۷ کلونو وروسته له وسله والو طالبانو ونیوله، خو امنیتي چارواکو یې د ساتلو توان نه درلوده، نو سیمه یې بېرته وسله والو طالبانو ته پرېښوده.
د کندوز د والي ویاند وویل، امنیت شورا ته یې مکتبونه لېږلي، چې په کندوز کې امنیتي چارواکي د سیمو د ساتلو توان نه لري او پاکې شوې سیمې بېرته وسله والو طالبانو ته پرېږدي.
دانش وایي، امنیتي چارواکي باید ددې ځواب ورکړي چې ولې پاکې شوې سیمې وسله والو طالبانو ته پرېښودل کېږي.
خو په ورته وخت کې د کندوز ولایت امنیې قومندان جنرال عبدالحمید حمیدي وایي، چې د دوی موخه وسله والو طالبانو ته ضربه رسول و، چې د تېرو عملیاتو په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو په لسګونه مهم غړي ووژل.
د کندوز ولایت د ولایتي شورا غړي بیا په دې باور دي، چې ددغو ټولو جنجالونو لوی لامل امنیتي ځواکونو سره نه همغږي، ددې سبب شوې، چې نيول شوې سيمې بېرته وسله والو ته پرېښودل شي.
د ولایتي شورا وکیل صفي الله امیري وایي، چې افغان امنیتي ځواکونه هېڅ ډول همغږي نه لري او کېداشي چې کندوز یو ځل بیا د سقوط تر خولې ورسېږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې نا امنه سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکېږي او د څو ورځو په تېرېدو سره امنیتي ځواکونو سیمه بېرته پرېږدي اووسله وال طالبان په سیمو باندې حاکمیت کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA