ads

د کندوز بزګران: د مارکېټ نشتوالي او شته نا امنیو سخت زیانمن کړي یو

د کندوز ولایت بزګران وایي، چې شته نا امنیو او د مارکېټ نشتوالی ددې سبب شوی، چې بزګران له ډېرو ستونزو سره مخ شي او په سږني حاصلاتو کې ورته په زرګونه افغانۍ زیان اوښتی.

نویسنده: sarwan
8 زمری 1396
د کندوز بزګران: د مارکېټ نشتوالي او شته نا امنیو سخت زیانمن کړي یو

د کندوز ولایت بزګران وایي، چې شته نا امنیو او د مارکېټ نشتوالی ددې سبب شوی، چې بزګران له ډېرو ستونزو سره مخ شي او په سږني حاصلاتو کې ورته په زرګونه افغانۍ زیان اوښتی.
دوی وایي، چې خټکي او هندواڼې یې په پالېزونو کې خرابې شوې خو څوک نشته چې د دوی حاصلات واخلي.
د دوی په وینا، چې هر کال به د خټیکو او هندواڼو سوداګر د دوی کلیو او بانډو ته ورتلل او د پالېزونو په سر به یې د دوی حاصلات اخیستل خو په دې وروستیو کې د نا امنیو له کبله سوداګر نه شي کولی چې کلیو ته ورشي او په ښار کې د مارکېټ نشتوالی ددې لامل شوی، چې بزګران له ستر زیان سره مخ شي.
د کندوز ولایت بزرګران له حکومته غواړي، چې باید د کرنیزو محصولاتو لپاره بهرنی او کورنی مارکېټ پیدا کړي، څو دوی خپلې تازه مېوې په ښه قیمت په بازار کې وپلوري او خپل مالي لګښت پوره کړي.
د تازه مېوو له سوداګرو یو تن انورخان د بزګرانو ستونزې تايیدوي او وايي، چې سږکال د ناامنیو له کبله د خټکیو او هندواڼو نرخونه ډېر ټيټ شوي او دوی د نا امنیو له کبله نه شي کولای چې لرې سیمو ته د خټکیو او هندواڼو لپاره ولاړ شي.
په ورته وخت کې د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري وایي، چې
هر کال په دغه ولایت کې په سلګونه هکټاره ځمکو باندې هندواڼې او خټکي کرل کېږي، چې له کندوز څخه د سوداګرو له خوا د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.
ښاغلي فقیري زیاته کړه، چې سږکال د موجوده ناامنیو له کبله سوداګر دغه ولایت ته نه دي راغلي او په ډېره کمه اندازه تازه مېوې له دغه ولایت څخه نورو ولایتونو ته وړل کېږي، چې له کبله یې د بزګرانو پر زراعتي محصولاتو منفي اغېزه کړې ده.
کندوز زراعتي ولایت دی، چې د افغانستان د کندو په نوم سره هم یادېږي، چې بیلابیل خوندور خټکي لري لکه عسقلاني، غازې خانې، ارکاني، زرمتي، جین تور، شین مغزۍ، اله پوچاق، برګ نۍ، قندک، اندلک او بورې کله، خو له دې شمېر څخه بیا عسقلاني، زرمتي او غازې خانې یې له ځانګړي خوند او شهرت څخه برخمن دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA